صدای امریکا

۱۳۹۷ دی ۲۶, چهارشنبه

ښـــکلا سحر
غزل
وېره خپره ده جنګ دی
ټکان دی شپه ده جنګ دی
بیا به څوک قتل وکړی
د چا پوره ده جنګ دی
له زندګۍ نه تللې 
خوند او مزه ده جنګ دی
زوی یې په کور کې نشته
مور یې خپه ده جنګ دی
دلته واده دی ساز دی
هلته حمله ده جنګ دی 
خیر شه د کلی څنګ ته
نږدې پوسته ده جنګ دی
زما په ساعت کې دشپې
یوه بجه ده جنګ دی
که خبرونه نیسم
که ډرامه ده جنګ دی
دچا دی لاس پرې شوی
دچا پښه ده جنګ دی
ښـــکلا! غزل مه وایه
چپ شه جګړه ده جنګ دی
ښکلاسحر

هیچ نظری موجود نیست: